د چیو شه مجلې د مې په ۱۶مه نېټه د چین دولت رئیس شي جين پينګ مهمه مقاله چې عنوان یې دی (متعدي اقتصاد دې لا نور پياوړتیا او غښتلی شي) خپره کړه. په دغه مقاله کې د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې د شي جین پينګ اړوندې مهمې خبرې شاملې دي.
په دې مقاله کې پر دې ټینګار شوی چې، متعدي اقتصاد د هر هېواد لپاره اقتصادي بنسټ دی، د شتمنیو اصلي سرچینه ده او د دولت پیاوړتیا او سمسورتیا ملاتړی دی. ستونزه نشته چې اقتصاد کومې سویې ته وده وکړي، متعدي اقتصاد تل د چین د اقتصادي پرمختګ او د نړیوال اقتصاد په سیالۍ کې د ابتکاري حق د ګټلو لپاره د چین اقتصاد د متعدي اقتصاد پر مټ وده کړې، نو هم د متعدي اقتصاد له لارې ښه راتلونکی ولري. اړوند ارګانونه باید د متعدي اقتصاد پرمختګ ته لومړی اهمیت ورکړي چې ډول ډول تولیدي سرچینې دې په متعدي اقتصاد کې راټولې شي، اړوندې امتیازي تګلارې دې هم غوره شي، څو متعدي اقتصاد لا نور پياوړی او ښه شي.



































