د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د «ویکسو» موسسې په همکارۍ په نورستان ولایت کې له ۳۴۸ اړمنو کورنیو سره خوراکي مرسته کړې ده. سرچینې ویلي، چې په دې مرسته کې اوړه، دال او غوړي شامل دي. د نورستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې دا مرستې هغو کورنیو ته وېشل شوې چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ وې. د سرچینې په خبره ورته مرستې به په نورو ولسوالیو کې هم ووېشل شي. د «ویکسو» موسسې مسوولینو ویلي چې هڅې روانې دي څو د کامدېش او برګمټال ولسوالیو اوسېدونکو ته هم مرستې ورسوي.




































