د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې یوازې د روان کال له پیل څخه تر اوسه نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي. د راپور له مخې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر زیات شوی، چې له امله یې پر زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو پراخ ټولنیز او اقتصادي فشار رامنځته شوی دی. راپور زیاتوي، چې تېر کال له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲.۸ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د راستنو شویو کورنیو ډېری برخه د اوسېدو مناسب ځای نه لري، په افغانستان کې له شرایطو سره بلد نه دي او حتی نه پوهېږي چې خپل راتلونکي خوراکي توکي به له کومه ترلاسه کړي.




































