په بېجينګ کې د چين او امريکا د مشرانو وروستۍ ليدنې د ټولې نړۍ پاملرنه خپله کړې ده. دواړو مشرانو موافقه کړې چې ”رغنده ستراتيژيک ثبات“ د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ نوې موخه وټاکي.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان په دې وروستيو کې د نړيوالو انترنيټي کاروونکو په منځ کې يوه سروې جوړه کړې ده. د دغې سروې ۶۹.۵ سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي، چې چين او امريکا دې د سيالانو پر ځای د همکارۍ په تمرکز همکاريزې اړيکې جوړې کړي.
دغه سروې د سي جي ټي ان د انګليسي، هسپانوي، فراسوي، عربي او روسي ژبو په رسنيزو ډګرونو کې تر سره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۹۶۱۸ انترنيټ کاروونکو پکې ګډون کړی دی.



































