د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می له ۱۳مې نه تر ۱۵مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. نړيوالو خبري رسنيو دغې ليدنې ته ډېر پام اړولی او ويلي يې دي، چې د چین او امريکا د مشرانو په ملاقاتونو کې د دوه اړخيزو اړيکو نوې موخه ټاکل شوې او دغه ملاقات د نړيوال ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم او نړيوالو ته يې مثبته نښه ورکړې ده. د دواړو هېوادونو مشرانو په بېجينګ کې ملاقات وکړ او پر دې یې موافقه وکړه، چې په ګډه د دواړو هېوادونو د رغنده ستراتيژيک ثبات اړيکې ټينګې کړي چې دا هم په یادو ملاقاتو کې د دوی ترمنځ ډېره مهمه اجماع بلل کېږي.
يادې نوې موخې نه يوازې په راتلونکو درېیو کلونو او حتی په لا اوږدمهاله وخت کې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره ستراتيژيک لارښود برابر کړی، بلکې نړيوال پرمختګ ته يې اړين ثبات او اطمينان راوړی دی، نو ځکه ډېرو شنونکو دغه ملاقات تاريخي اهميت لرونکی بللی دی.
دغه ملاقات د تېر کال په اکتوبر کې د کوريا جمهوريت په بوسان کې د دواړو مشرانو له ليدنې راهيسې د دوی لومړی مخامخ ملاقات دی او له نه کلن ځنډ وروسته له چین څخه د امريکا د ولسمشر لومړۍ ليدنه هم ده. په دې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تګ راتګ ښه تمايل هم ساتل شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغو ملاقاتو کې نه یوازې رسمي خبرې او د ولسمشر ټرمپ د هرکلي مېلمستيا تر سره شوې، بلکې په کوچني چوکاټ کې د دواړو خواوو ترمنځ د نظريو تبادلې او د يو تاريخي ځای سيل هم ترتيب شوي دي. دوو مشرانو په کابو نهو ساعتو کې انګېزه لرونکې او ژورې خبرې وکړې او له دې لارې يې متقابل تفاهم او باور لا زيات، همکارۍ يې پیاوړې او د خلکو ژوند ته يې لا زیاتې ګټې رسولې دي.
د چین د دولت رئيس شي جین پینګ به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه د روان کال په مني کې له امريکا څخه رسمي ليدنه وکړي. دا څرګندوي چې د مشرانو ډيپلوماسي تل د چين او امریکا ترمنځ د اړيکو ثابت بنسټ دی.
نن ورځ له سلو کلونو راهيسې بې ساري سخت بدلونونه رامنځته شوي، نړيوال وضعيت مخ په پېچلی کېدو دی او نړۍ په نوې څلور لارې کې ولاړه ده. که څه هم د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له ډېرو لوړو ژورو څخه تېرې شوې، خو عمومي ثبات يې ساتل شوی دی. دواړه لوی هېوادونه هم يو له بل سره د ښه چلند د لټون په هڅه کې دي. نړيوال اوس هم تمه لري، چې هغوی د انسانانو پر وړاندې د ګډو ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره خپل مسئوليتونه پر غاړه واخلي.
خو ايا چين او امریکا به د لويو هېوادونو په اړيکو کې نوې نمونه جوړه کړي، په ګډه به له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي، نړۍ ته به لا زيات اطمينان راوړي او د دواړو هېوادونو د وګړیو د برخلیک په نظر کې نيولو سره به په ګډه د دغو اړيکو روښانه راتلونکی برابر کړي او که نه؟ دواړو مشرانو په دې ملاقاتو کې موافقه کړې، چې د چين او امريکا رغنده ستراتيژيک ثبات د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ د نوې موخې په توګه وټاکي، چې دا نه يوازې په دوو هېوادونو، بلکې په نړيواله ټولنه کې د هرکلي وړ ګرځېدلې ده.
نو څنګه پر رغنده ستراتيژیک ثبات ښه پوه شو؟ رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې دغه اړيکې دې د همکارۍ، مناسبې سيالۍ، د اختلافونو د کنټرول او سولې پر بنسټ له مثبت، سالم، عادي او تلپاتې ثبات څخه ډکې وي.
شنونکي وايي چې دغه څلور اړخونه يو له بل سره يو ځای شوي او په نوې زمانه کې يې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سمه لاره روښانه کړې او له اوسني وضعيت سره سم يې اوږدمهاله ستراتيژيکه طريقه ټاکلې، چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او د نړۍ له هیلو سره سمون لري او د دوه اړخیزو اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره هم ډېر اهميت لري.
نړيوال تمه لري، چې چين او امريکا په راتلونکې کې د همکاریو لېست پر له پسې اوږد او د ستونزو لېست لنډ کړي، د اقتصادي او سوداګریزو همکاريو د لا پياوړتيا او دواړو خواوو ته د لازياتو پرمختيايي فرصتونو د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي.




































