د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر، جاو شینګ او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د چین سفیر د خپل هېواد لهخوا افغانستان کې د پروژو پلي کېدو ته په اشاره ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به له ا.ا سره په همغږۍ افغانستان کې نورې پروژې هم پلې کړي. ورته مهال، ملا عبداللطیف منصور ویلي، چې افغانان د واخان سړک په نښلېدو خوښ دي او ټینګار یې کړی چې پروژې باید تر ډېره په محرومو سیمو کې پلې شي. په پاې کې دواړو لورو پر دومداره همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی دی.




































