په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شېراحمد حقاني سره کتلي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو د پراختیا او د افغان ځوانانو د ظرفیت لوړولو پر پروګرامونو خبرې شوې دي. د قطر سفیر د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې کلتور د ملتونو ترمنځ د اړیکو مهم پل ګڼل کېږي. همدارنګه دواړو لورو د کلتوري تبادلو او ګډو پروګرامونو د پراختیا پر دوام ټینګار کړی دی.




































