د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون مشر شي جين پينګ په دې وروستیو کې د چيني فلسفې او ټولنیزو علومو د باکیفیته پرمختګ د هڅولو په اړه مهمه لارښوونه کړي او له اړوندو ادارو يې غوښتي، چې د چيني فلسفې او ټولنیزو علومو د پوهې د خپلواک سیسټم جوړونه ګړندۍ کړي، د چین، نړۍ، خلکو او وختونو پوښتنو ته ځوابونه ومومي، د فلسفې او ټولنیزو علومو د باکیفیته پرمختګ نوی افق پرانيزي او د چین عصريتوب ته حکمت او ځواک ورکړي.



































