د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۳مې نېټې له چين څخه درې ورځنۍ رسمي لیدنه وکړه او له چيني سیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او هم پر ځينو نړيوالو مسئلو خبرې کړې دي.
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ژورې خبرې کړي او د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لاره یې روښانه کړې او تضمینونه یې برابر کړي دي.
د چين دولت رئیس شي جین پینګ له امريکايي سیال سره په خبرو کې د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو اصل متقابله ګټه او بریا یاده کړې او مساوي مشورې يې د توپیرونو او شخړو د لرې کولو یوازینۍ سمه لاره بللې ده.
رئیس شي جین پینګ له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په څنډه کې د امریکا د لویو تصدیو له مشرانو سره هم لیدلي دي.
د نړۍ ګڼو سیاسي او سوداګریزو کارپوهانو د چين او امريکا د مشرانو یادې تاریخي کتنې ته پاملرنه کړې او ډېرو یې باور ښودلی، چې د نړیوال اقتصاد د کمزورتيا او شاتګ په حال کې، د چین او امریکا د مشرانو ترمنځ رغندو او ستراتیژیکو خبرو نړیوال بازار ته مثبت سیګنل ورکړی دی.
دوی تمه ښودلې، چې چین او امریکا به د رغنده خبرو اترو له لارې همکارۍ پراخې او توپیرونه به اداره کړي، د دواړو هېوادونو د تصدیو لپاره به باثباته، پرانیستی او د وړاندوینې وړ پرمختیایي چاپېریال برابر کړي او نړیوال اقتصادي پرمختګ ته به لازیاته مثبته انرژي ورکړي.
د ماسټر کارډ اجرائیوي رئیس میکایل میباچ، چې له ټرمپ سره د چین په سفر کې ملګری و، رسنيو ته ویلي چې د چین او امریکا د مشرانو لیدنې هغوی ډېر هڅولي دي او په خبره یې، رئیس شي جین پینګ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه مهمې څرګندونې کړي او د دواړو هېوادونو د لوړې کچې پرانیستلو ته د ودې ورکولو، د بهرنیو پانګوالو تصدیو د اوږدمهاله پرمختګ د ملاتړ کولو، په چیني بازار کې د امریکا او نړیوالې سوداګریزې ټولنې د باور پیاوړي کولو په اړه یې څرګندونې کړي او هم يې د چین او امریکا همکاريزو امکاناتو ته اشارې کړې دي.
فایننشل ټایمز په یوې تبصرې کې د چین او امریکا د رغنده ستراتیژیکو او باثباته اړیکو د ټینګېدو په اړه ويلي، چې د رئیس شي جین پینګ په وړاندیزونو کې د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د لا باثباته چاپېریال د برابرولو لپاره د چین لېوالتیا ښکاري.
د جرمني د کیمیاوي توکو لوی شرکت يا د باسف (BASF) ګروپ مشر ایلما پاولمن رسنيو سره په خبرو کې خوښي ښودلې، چې د چین او امریکا مشران د سوداګریزو اړیکو په اړه مهمې موافقې ته رسیدلي دي.
نوموړي ويلي، د امریکا او چین د سوداګرۍ باثباته اړیکې د اروپایي تصدیو لپاره ډېر فرصتونه برابرولی شي.
سي اېن بي سي (CNBC) په يوه راپور کې ويلي، چې نړۍ په دې وروستیو ورځو کې د امریکا او چین مشرانو تاریخي لیدنې ته ډېره پاملرنه کړې ده.
امریکا او چین په څو برخو کې د همکارۍ موافقې کړي او د دواړو هېوادونو د راتلونکو خبرو او د ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره يې د نړۍ ګډ باور پياوړی کړی دی.
د امریکا د هارورډ پوهنتون پخواني څېړونکي پاول هیلدر پر دې اند دی، چې امریکا او چین لوی اقتصادونه لري او د سرچینو او پراختیايي مرحلو له پلوه د یو بل مرسته کولی شي او په خبره یې، د امریکا او چین راتلونکې دوه اړخیزې پانګونې او همکارۍ ستر پټ توان لري.




































