د ايپېک يا د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د لوړپوړو چارواکو دوهمه غونډه به نن د مې په ۱۸مې نېټې د چين په شانګهای کې پرانيستل شي او تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري.
د ايپېک د لوړپوړو چارواکو دغه غونډه د مشرانو ناستې ته د تياري عمده چينل بلل کېږي.
د مالوماتو له مخې، تر دې غونډې مخکې د ايپېک بېلا بېلو کمېټو او کاري ګروپونو د مې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د تجارتي پانګونو، اقتصادي او تخنيکي همکاريو، ښځينه چارو، مخابراتو او خوراکونو په اړه شاوخوا ۴۰ غونډې ترسره کړې دي.




































