د چین – روسیې ۱۰م نندارتون د مې په ۱۷مې نېټې د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربین ښار کې د “باور، همکارۍ او ګډې ګټې” پر سرلیک پرانیستل شو.
د دې نندارتون مساحت ۵۵۰۰۰ مربع متره ښودل شوی، چې پکې د نړۍ د کابو ۴۶ هېوادونو او سیمو څه باندې ۱۵۰۰ شرکتونو ګډون کړی دی.
د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې له ۵۰۰ څخه ډېر نوي محصولات نندارې ته وړاندې شوي او تر۸۰۰ زياتې نوې همکاريزې پروژې به پکې پيل او د نندارتون په څنډه کې به نږدې ۱۰۰ مختلف فعاليتونه ترسره شي.




































