د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جیا کون د مې په ۱۸مې نېټې یوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به په ۲۵م ځل چين ته سفر وکړي او د دې سفر پر مهال به له خپل چيني سيال سره د دوه اړخيزو اړيکو، د بېلا بېلو برخو د همکاريو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.
ګوه جيا کون ويلي، د چين او روسیې ترمنځ د نوې زمانې هراړخيزو ستراتېژیکو همکاريزو اړيکو د رئیس شي جین پينګ او ولسمشر ولاديمیر پوتين د ستراتېژيکو لارښوونو په رڼا کې سالم او ثابت پرمختګ موندلی، په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ پرله پسې پراخې شوي، د دواړو هېوادونو او خلکو ته يې واقعي ګټې رسولي او د نړۍ د ستراتېژيک ثبات او نړيوال عدالت د ساتلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.
سږکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ۳۰مه کليزه او د دواړو هېوادونو د دوستانه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون د لاسليک ۵ مه کليزه ده او دغه راز روان کال “د چين او روسيې د ښوونې کال” د فعاليتونو پيل دی او دواړه هېوادونه به له دې فرصته ګټې پورته کړي، خپلمنځي اړيکو ته به وده ورکړي او د نړۍ د ثبات او پرمختګ لپاره به لازيات ثابت او مثبت عوامل برابر کړي.




































