د پولنډ سرحدي ګارډ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې څه باندې ۲۰ افغانان او پاکستانیان یې دغه هېواد ته د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور نیولي دي. په خبر پاڼه کې راغلي یادو کډوالو هڅه کوله د پولنډ او بېلاروس له پولې په ناقانونه توګه واوړي، چې په سرحدي پوستو کې نیول شوي دي. تر دې وړاندې هم پولنډي چارواکو د هغو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و، چې د پولنډ له پولې یې د ناقانونه تېرېدو هڅه کړې وه. څه موده مخکې د پولنډ سرحدي ځواکونو اته نور ناقانونه کډوال هم نیولي وو، چې د افغانستان، بنګلهدېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي پکې شامل وو او غوښتل یې د جرمني ته د ننوتلو لپاره د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي.




































