ځینو هېوادونو په دې وروستیو کې د روغتيا نړيوالې شورا ته وړاندیز کړی چې تایوان ته په نوموړې شورا کې د څارونکي په توګه د ګډون بلنه ورکړي.
د روغتیا نړیوالې شورا ۷۹مې غونډې د مې په ۱۸مې نېټې په اجنډا کې د یادې لایحې شاملول رد کړي او دا یې لسم ځل دی، چې هر کال په دغې شورا کې د تایوان د ګډون وړاندیز ردوي.
د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر ویاند چن بین هوا د روانې میاشتې په ۱۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې دا د روغتیا نړیوالې شورا پر له پسې لسم کال دی، چې تايوان ته په يادې شورا کې د ګډون د بلنې په اړه د یو شمېر هېوادونو وړانديز ردوي او په خبره یې، د يادې شورا دغه پرېکړه د دې ښکارندويي کوي چې د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې اجماع او ګډه هیله ده.
نوموړي ويلي، د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې لخوا منل شوی او اوس دغه چوکاټ نه ماتیدونکی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون په نړیوالو سازمانونو کې د چين د تایوان سيمې د ګډون په اړه د بېجينګ دریځ ثابت او روښانه دی او هره چاره باید د یو چین پېژندنې د اصل په رڼا کې اداره شي.
ياد وزارت دا یو بنسټیز اصل یاد کړی، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه لیک او د روغتیا نړیوالې شورا د ۲۵ اعشاریه ۱ نمبر پریکړه لیک کې هم منل شوی دی.
تایوان سيمه د چین د مرکزي حکومت له موافقې پرته د روغتیا نړیوالې شورا کې د ګډون هېڅ اساس، دلیل او حق نه لري.




































