د چين د دولتي شورا رسنيز دفتر د مې په اتلسمې نېټې يوه خبري ناسته ترسره کړې او د دغه هېواد د ځينو وزارتونو او احصائيې ملي ادارې مسئولينو پکې له رسنيو سره يو لړ مالومات او ځينې شمېرې شريکې کړي دي.
د مالوماتو له مخې، چين د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د نوښت په لور باکيفیته پرمختګ موندلی او انعطاف پزيري يې ښودلې او هم يې تولید او عرضي پر له پسې زیاتوالی موندلی دی.
مالومات ښيي، د روان کال په لومړيو څلورو میاشتو کې د چين د سترو صنایعو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه شپږ زيات شوی، چې په دې جملې کې یې د تجهيزاتو د توليدي چارو د زياتوالي ارزښت خدمتي انډول په سلو کې له پنځوس سلنې څخه اوښتی او پرمختيا يې د صنعتي ښه والي او د مصرف د پراخوالي لپاره د ملا تير رول لوبولی دی.
په همدې مودې کې په چين کې کورنۍ اړتياوې هم زياتې ښودل شوې دي. شمېرې ښيي، د روان کال له جنورۍ تر اپرېل پورې په چيني ټولنې کې د مصرفي محصولاتو او خدماتو د خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې درې اعشاريه دوه زياتوالی موندلی دی.




































