د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو دايمي غړي او صدارعظم لي چيانګ د مې په اتلسمې نېټې په بېجينګ کې له څو شرکتونو څخه ليدنې کړې دي.
نوموړی په همدې ورځ په بېجينګ کې د انسان شکله روبوټونو نوښتي مرکز او د شياو مي په نوم د موټرو ساينسي او تخنيکي شرکت ته ورغلی او د ځيرکو روبوټونو د تخنيکي نوښت او صنعتي پرمختګ په اړه يې مالومات ترلاسه کړي دي.
لي چيانګ د يادو شرکتونو توليدي چارې څارلي او د ځيرکو تولیداتو او د کيفيت د څارنې د مالوماتو لپاره يوه توليدي ورکشاپ ته هم ورغلی دی.
نوموړي ويلي: « مونږ باید د نوي باکيقيته توليدي ځواک او عصري توليدي سيسټم د ابادۍ په برخه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جین پینګ مهم نظرونه او هدايتونه پلي کړو او د مصنوعي ځيرکتیا او مخکښو تولیدي چارو د ژور پيوستون لپاره باید هڅې وکړو.»
لي چيانګ زياته کړې:« مونږ باید پر نوښت او پرمختګ ټينګار ولرو، د توليداتو د کارونې د لوري له مخې د ځيرکو روباټونو د تازه کېدو، په تولیدي چارو کې د مصنوعي ځيرکتيا د هر اړخيزې کارونې د پرمخبېولو او د اقتصادي پرمختيا د نوي انجن د روزلو لپاره هلې ځلې وکړو.




































