د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ کې د «لاجورد» استوګنیز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده. نوموړي په دې اړه جوړو شویومراسمو ته ویلي چې ا.ا د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره د پانګونې اسانتیاوې برابرولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړې چې حکومت د اقتصادي خپلواکۍ او زیربنایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د خصوصي سکټور سره همکاري مهمه بولي. د خبر له مخې، په دغه کمپلېکس کې د خصوصي سکټور له لوري لویه پانګونه کېږي او په پایله کې به يې عصري استوګنیز اپارتمانونه او خدماتي اسانتیاوې جوړې شي. برادر له پانګهوالو وغوښتل چې په ساختماني سکټور کې لا ډېرې پانګونې وکړي او د اقتصادي ودې ملاتړ وکړي. په یاد کمپلېکس کې د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۴۴۸ عصري او معیاري اپارتمانونه جوړ او نږدې ۷ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.




































