ازبکستان، افغانستان او پاکستان د یوه نوي ترانزیټي دهلېز د جوړولو پر سر نظري هوکړې ته رسېدلي، څو ازبکستان د عرب سمندرګي له بندرونو سره ونښلول شي. د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال جسوربېک چورییف ویلي، د پروژې د امکان سنجونې او سروې چارې روانې دي. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له لارې به ازبکستان د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته لاسرسی پیدا کړي. چورییف ویلي، د ایران د بندر عباس له لارې سوداګریزه لاره د سیمې د ناڅرګند وضعیت له امله عملي نه ښکاري. د نوموړي په وینا، دا نوې ترانزیټي لاره به د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره مهم فرصت رامنځته کړي.




































