د چین دولت رئيس شي جین پینګ د منځني ختیځ او خلیج سیمې وضعیت په یوه مهم پړاو کې بللی او ويلي يې دي، چې دغه سیمه له جګړې څخه د وتلو په حال کې او د سولې په لور ګامونه اخلي.
نوموړي په منځني ختیځ کې د جګړې درېدل ډېر اړین او د شخړې بیا پیل یې د نه منلو بللي او له ټولو خواوو يې غوښتي، چې پر خبرو اترو ستونزې هوارې کړي.
شي جين پينګ ويلي، په منځني ختیځ کې د شخړې پای ته رسېدل به د انرژۍ، د صنعتي او اکمالاتي زنځیرونو او د سوداګرۍ نړيوال نظم پر وړاندې د خنډونو کمولو کې مرسته وکړي.
هغه په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره ۴ وړانديزونه کړي او هيله يې ښودلې، چې نړیواله ټولنه به د تاوتریخوالي په کمولو، د شخړو په هواري او سولې ته په رسېدو کې مرستې وکړي.



































