د روغتيا نړيوالې غونډې لپاره د چين د پلاوي مشر او د دغه هېواد د روغتيا ملي کمېټې مشر لې های چاو د مې په ۱۹مې نېټې د روغتيا د ۷۹مې نړيوالې غونډې عادي مباحثې ته په وینا کې ويلي، چې د نړيوال روغتيايي سیسټم اصلاحات دې د روغتيا نړیوال سازمان د غړو هېوادونو تر لارښوونې لاندې او د مخ پر ودو هېوادونو د اوازونو او اړتياوو په پام کې نيولو سره ترسره شي او دغه راز په ټوله نړۍ کې د روغتيا په متوازن پرمختګ کې دې مرسته وکړي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په سياسي اجنډا کې دې روغتيا ته لومړيتوب ورکړي، د فکرونو، پلانونو، پانګونو او د اړوندو عواملو تضمين او ګټو او اغېزو په برخو کې دې ښه ترتيبات وکړي، څو روغتيا په پاليسیو کې شامله شي او مهم ځای پکې ولري.
لې های چاو زياته کړې، چين روغتيا ته د لومړيتوب ورکولو ستراتېژي پلې کړې او د خلکو د روغتيا کچه يې پرله پسې لوړه کړې ده او موخه يې ټاکلې چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به د خپلې روغتيايي ستراتېژۍ په تطبیق کې پرېکنده پرمختګونه ولري او د وګړو د ژوند تمه به ۸۰ کلونو ته ورسوي.




































