د چین د دولتي شورا د تایوان چارو دفتر ویاند چن بین هوا د مې په ۲۰مې نېټې د تایوان د سيمه يېز مشر د همدې ورځې د خبرو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
چن بین هوا ویلي، د تایوان د سيمه يېز مشر لای چینګده نننۍ وینا له جعلي خبرو او تقابل ډکه ده او په خبره یې، هغه له هېواد څخه د تایوان د جلا کېدو پر غلط دريځ بیا ټینګار کړی او د تایوان تنګي د دواړو غاړو د تقابل د راپارولو بدنیت يې ښکاره کړی دی.
چن بین هوا ويلي، لای چینګده تل د پوځي اقدام او هم بهرنۍ لاسوهنې پر مټ د تایوان خپلواکي غوښتې، خو دغه کړنې به يې د تایوان تنګي سوله او ثبات ویجاړ کړي.
نوموړي زیاته کړې، د تایوان وګړو د لای چینګده ناسمې کړنې پېژندلي او د ده جعلي او لمسوونکې هلې ځلې به هرومرو د تایوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو او نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ کېږي او خامخا به ناکامېږي.




































