د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دیمیتري پيسکوف د مې په ۲۰مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد به يې د چيني اتباعو لپاره له وېزې پرته د تګ راتګ پاليسي وغځوي.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون په همدې ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد به يې د روسي اتباعو لپاره له ويزې پرته د تګ راتګ پاليسي د ۲۰۲۷م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوي.
دغې پاليسۍ د چين او روسيې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې کړې دي.
د روسيې د ملکي پاسپورټ لرونکي کولی شي چې له وېزې پرته د ۳۰ ورځو لپاره چین ته د سوداګرۍ، سېلانۍ، له خپلوانو او ملګرو سره د ليدنې او د نظريو د تبادلو لپاره سفر او ترانزیټ وکړي.




































