د چین دولت رئیس شي جين پینګ د مې د ۲۰مې نېټې په ماسپښین په بېجینګ کې له خپل روسي سیال پوتین سره تر ملاقات وروسته په ګډه په یوه خبري ناسته کې ګډون کړی دی.
شي جين پینګ پر دې ټینګار وکړ، سږ کال د چین او روسیې د ښه ګاونديتوب او دوستانه همکارۍ تړون د لاسلیک ۲۵مه کلیزه ده. دواړو لوریو له سلګونو کلونو راهیسې د دې تړون هغه اصول مراعات کړي، چې متحد دي او تقابل نه کوي او د کومې درېمې خوا لپاره تاواني هم نه دي. دواړو هېوادونو پر مساواتو، متقابل درناوي او ګټې – ګټې ټینګار کړی، چې د نړۍ د عدالت د ساتلو او د نوي دول نړیوالو اړیکو د جوړونې د هڅولو لپاره یې مهم خدمتونه ترسره کړي دي، چې د نړۍ په سل کلن بدلون کې ثابت ځواک ګرځېدلی دی.
پوتین وویل، د روسیې او چین اړیکې بې ساري لوړې کچې ته رسېدلې او د نور ټینګېدو په حال کې دي. دغه اړیکې د نړیوال وضعیت له منفي اغېزې څخه ډډه کوي او د هېوادونو او ملتونو ترمنځ د اړیکو لپاره یوه نمونه ده.
هغه باور وښود، چې د ده د دې سفر په مټ به د روسیې او چین ترمنځ دوستي بیا ټینګه شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به نورې زیاتې ګټې ورسېږي.




































