د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د چلند اعلاميې د تطبيق لپاره د چين او د اسيان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ۲۶مه غونډه د مې په ۲۱مې نېټې د ماليزيا په پلازمېنې کولالمپور کې ترسره شوه.
د غونډې ګډونوالو د جنوبي سمندرګي سوله او هوساينه مهمه بللې او ويلي يې دي، چې د دغې اعلاميې هراړخيز او اغېزمن تطبيق ته به دوام ورکړي، ډيالوګ او سلامشورې به پياوړې کړي، زغم به وساتي، اختلافات به په مناسب ډول حل کړي، د سمندري چارو همکارۍ به ژورې کړي او د جنوبي سمندرګي ثابت وضعيت به ډاډمن کړي.
ګډونوالو د جنوبي سمندرګي پر عملي مقرراتو د سلامشورو لاسته راوړنې ستايلي او هوکړه يې کړې، چې سلامشورو ته به دوام ورکړي او د مقرراتو د ژر لاسليک لپاره به هڅې وکړي.
چين او د اسيان هېوادونه به د مې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د نوموړې اعلاميې د تطبيق ۵۵مه کاري غونډه تر سره کړي.




































