د مې ۲۲مه نېټه د بيولوژيکي تنوع نړيواله ورځ ده. د چين د ځنګلونو او څړځايونو ملي ادارې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د نادرو خودرويه ژويو او بوټو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
په چين کې څه باندې ۲۰۰ ډوله حيوانات، چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی، د زياتوالي په حال کې دي او شاوخوا ۱۰۰ ډوله ورکيدونکي نباتات بېړنۍ ساتنې ته داخل شوي دي.
د دې ترڅنګ، په چين کې د دولت په کچه د مهمو ساتونکو ژويو او بوټو د ساتنې انډول له ۸۰ سلنې څخه پورته دی.




































