د چين د مستندو فلمونو د نندارې فعاليت د مې په شلمې نېټې د سربيا په پلازمېنې بلګراد کې په داسې حال کې پیل شو، چې د دغه هېواد ولسمشر الېکسندر وچيچي به ډېر ژر له بېجينګ څخه لیدنه وکړي.
دغه فعاليت د چين مېډيا ګروپ، د سربيا د دولتي راډيو او تلويزيون، د سربيا کلتور وزارت، د معلوماتو او مخابراتو وزارت، په بلګراد کې د چين سفارت، په بېجينګ کې د سربيا سفارت او په بلګراد کې د چين د کلتوري مرکز له خوا په ګډه جوړ شوی دی.
د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته په ليکلي پيغام کې ويلي، چې د چين او سربيا د نوي عصر ګډ برخليک ټولنې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژيکې لارښوونې په رڼا کې ابادي او پرمختګ موندلی، د خلکو ترمنځ يې دوستي ټينګه شوې او انساني او کلتوري تبادلې يې پياوړې شوي دي.
شن های شيونګ په سربيا کې د چين د مستندو فلمونو د نندارې فعاليت د دواړو مشرانو د مهمو توافقاتو د تطبيق اقدام بللی دی.
د مالوماتو له مخې، له چين څخه د سربیا د ولسمشر الېکسندر وچيچي د سفر په درشل کې به د دغه هېواد د دولتي راډیو او تلويزیون په ګډون په عمده لویو رسنيو کې ((د شي جين پينګ کلتوري کيسې)) ((د شي جين پينګ پيغامونه)) ((د روبوټونو ځيرکتيا)) او (( د ژېړ سيند سندره)) په شمول د چين ميډيا ګروپ غوره مستند فلمونه خپاره شي.




































