په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مې په ۲۱مې نېټې د فلسطين او اسرائيل مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو په يوې غونډې کې له اړوندو خواوو څخه غوښتي، چې د غزې اوربند مراعات کړي او په سیمه کې دې رښتیني او دايمي اوربند ته لاره هواره کړي.
نوموړي ويلي، د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند تړون له لاسليک راهيسې د غزې وضعيت تر يوې اندازې ښه شوی، خو اوسنی وضعيت يې لا هم د رښتيني اوربند او د ستونزو له پوره حل څخه لرې دی، چې د نړيوالې ټولنې لازياتو توافقاتو او هڅو ته اړتيا لري.
فو څونګ زياته کړې، اسرائيل د اوربند تړون له لاسليک راهیسې نژدې هره ورځ پر غزې بمباري او بريدونه کوي او څه باندې ۸۷۰ تنه یې وژلي دي.
چين د شخړې پر ښکېلو لوريو او په تېره پر اسرائيل غږ کړی، چې د غزې اوربند اوربند مراعات کړي او د اوربند ډاډمن هېوادونه او اغېز لرونکي لوري هم باید د اوربند د ساتنې لپاره فعالې هڅې وکړي.




































