د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مې په ۲۱مې نېټې د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او پاکستان د ګډ برخليک نژدې ګاونډيان او ښه دوستان او د هر فصل د ستراتيژيکې همکارۍ ملګري دي. دواړو هېوادونو په اوږدې مودې کې د لوړې کچې متقابل سياسي باور، د لوړې کچې او د امنيتي چارو د لوړې کچې همکارۍ او د لوړې کچې نړيواله همغږي ساتلې او د هېوادونو د اړيکو نمونوي بېلګه يې جوړه کړې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې د چين او پاکستان د اړيکو پرمختګ مهم ارزښت ته اشاره کړې او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر زرداري سره په ګډو هڅو ستراتيژيکې راکړې ورکړې زياتې کړي، دوديزه دوه اړخيزه دوستي ورسره وساتي، د هرې برخې همکارۍ ورسره پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د نوي عصر د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته وده ورکړي، د دواړو خواوو خلکو ته ګټې ورسوي او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره خدمتونه وکړي.
زرداري په پيغام کې د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پياوړتيا په برخو کې د چين له ټينګ ملاتړ څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې پاکستان به د اصلي ګټو په چارو کې د چين ملاتړ ته دوام ورکړي او دوستي به ورسره نوې کچې ته پورته کړي.




































