بېجینګ به د مې په ۲۶ مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د روانې مياشتې د رئيسه هېواد په توګه د امنيت شورا د یوې لوړپورې غونډې کوربه وي.
دغه غونډه به ((د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو ساتنه او د ملګرو ملتونو په مرکزيت د نړيوال سیسټم پياوړتيا)) تر عنوان لاندې ترسره شي او مشري به يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او خارجه وزير وانګ يي وکړي.
وانګ يي به له دې غونډې وروسته د مې په ۲۸ مه “د نړيوالې حکومتولۍ د دوستانو ګروپ” په غونډه کې ګډون ولري او د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د یو شمېر نورو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره به وګوري.
سربېره پر دې به وانګ يي د خپل کاناډايي سيال په بلنې د مې له ۲۸ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې له کاناډا څخه ليدنه وکړي.



































