د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر د مې په ۲۳ مه نېټه په خپله مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړی، چې د مې د ۲۴ مې نېټې د شپې په يوولسو بجو او اتو دقیقو به شینزو-۲۳ انسان وړونکې فضايي بېړۍ فضا ته وتوغوي.

د دې فضايي بېړۍ عمله له دريو ستورمزلو څخه جوړه شوې چې د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې يوه ستورمزله هم پکې شامله ده.




































