د چين د شان شي ولايت د چانګ جه ښار د چينيوان ولسوالۍ د شان شي تونګ جو ګروپ د ليو شن يو په نوم د سکرو شرکت په کاني زېرمه کې د ګاز چاودنه شوې او له امله يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې پېښې ته په درنه سترګه ګوري او ويلي يې دي، چې بېلابېل ارګانونه بايد تر خپلې وسې پورې ټپيان پيدا کړي او درملنه یې وشي. هغه زياته کړې، چې د يادې پېښې په اړه پلټنه دې تر سره شي او اړوند کسان دې تر قانوني پوښتنې او ګروېږنې لاندې ونيول شي.




































