د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مې په ۲۳مه نېټه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اېپيک) د سوداګرۍ وزيرانو په ۳۲مه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
هه لي فنګ په وينا کې دې ته اشاره کړې، چې اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري سخت بدلونونه روان دي او د اېپيک غړي بايد د متقابل درناوي او باور او ګټې – ګټې همکارۍ پر بنسټ ګډه سمسورتيا ومومي او پرانيستی، باکيفيت، برابر او ډاډمن پرمختګ دې رامنځته کړي.
نوموړي ويلي، چې هېواد به يې له بېلا بېلو خواوو سره په نويو سمسورو برخو کې راکړې ورکړې او ډيالوګ پياوړی کړي، په ګډه به د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو ملاتړ وکړي، د سيمه ييز اقتصادي يووالي جريان ته به وده ورکړي او د چيني شکله عصريتوب د نويو لاسته راوړنو له لارې به د اسيا او ارام سمندر سيمې او ټولې نړۍ اقتصادي پرمختګ ته مثبت قوت ورسوي.
هه لي فنګ د دې غونډې په څنډه کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان له عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا او د تايلنډ له مرستيالې صدراعظمې او سوداګرۍ وزيرې سوپهاجي سوتهونپون سره پر همکاريو خبرې کړې دي.



































