د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د مې په ۲۳مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت هانګ جو ښار ته رسېدلی او دغه هېواد ته يې خپل څلور ورځنی سفر پيل کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستيو کې وويل، چې له چين څخه د د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف رسمي ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د لوړې کچې له تګ راتګ څخه دی. د چين دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي چيانګ به په جلا جلا توګه له صدراعظم شهباز شريف سره ليدنې وکړي او ورسره به د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ چارو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.




































