د چين د بهرنيو ژبو مطبعې په وروستيو کې « شي جين پینګ: د چين حکومتولي» پنځم ټوک په فرانسوي، روسي، عربي، پروتګالي، جرمني، جاپاني او دوديزو چينايي ژبو چاپ او خپور کړی دی.
دغه کتاب د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې نشراتي څانګې (د چين مرکزي حکومت د اطلاعاتو دفتر)، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ او اسنادو د څېړنيز مرکز او د چين نړيوالې خپرونې ګروپ له خوا په ګډه تاليف شوی دی.
په دغه کتاب کې د ۲۰۲۲م کال د مې له ۲۷مې نېټې څخه د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر تر شلمې نېټې پورې د دې ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ د راپورونو، ویناوو او خبرو په شمول ۹۱ مقالې او ۴۱ عکسونه شامل دي.



































