په تېرو وختونو کې، کله به چې نړيوالو د چین سوداګریزې نښې یادولې، نو د ډېرو خلکو په ياد کې به کورني ماشینونه، موبایلفونونه او یا ځيني نور ارزان محصولات تاوېدل، خو اوس دغه حالت بدل شوی او د چین د سوداګریزو نښو تولیدات د ډېرو خلکو د ژوند اړين توکي او د مصرف یوه برخه یې ګرځېدلې ده.
اوس هر څوک په بهرنیو هېوادونو کې د چيني برانډونو توکي لیدلی او احساسولی شي.
د ليکنې مبصر څو کاله مخکې په امریکا کې په لومړي ځل د کوکو شندي چای دوکان ته ورغی او هلته یې پر چيني سوداګریزو نښو سترګې ښخې شوې او حیرانتيا يې څرګنده کړه. په هغه وخت کې د دغه دکان اکثره مشتريان چيني زده کړندويان او اسیايي الاصله بهرنیان وو.
خو اوس په امریکا کې د څښاک چیني سوداګریزې نښې ډېرې دي او په تېره بیا هغو سوداګریزو سیمو او مارکېټونو کې، چې ځوانان پکې راټولېږي، د چین د سوداګریزو نښو څښاک ډېر تر سترګو کېږي او خلک یې هم خوښوي.
ډېر ځوانان د چیني څښاک دوکانونو کې مصرف کوي، وېډيوګانې جوړوي، بحثونه پرې کوي او بیا يې پر ټولنيزو رسنيو خپروي. چيني څښاک نه يوازې د ځوانانو لپاره يو ډول څښاک دی، بلکې د ژوند د لګښت يوه برخه يې هم ګرځېدلې ده.
د ځوانانو په لګښتونو کې لوی بدلون تر سترګو کېږي.
پخوا به په بهرنیو هېوادونو کې د چیني تولیداتو د سیالۍ عمده وسیلې ارزانې بيې او قوي تولیدي توان وو، خو نن ورځ چیني سوداګریزې نښې په زیاتېدو دي او د خپلو تولیداتو د سویې د لوړولو په هڅه کې دي.
د چیني څښاک دوکانونو د بدلون بڼه ډېره ځوانه ښکاري او د اعلاناتو چارې یې په عمده توګه د ټیک ټاک او انستګرام په شمول ټولنیزو رسنیو کې ترسره کېږي او ډېر ځوانان راجلبوي.
دلته به د مي شوی ایس کریم او چای برانډ ته اشاره ولرو. د دې سوداګریزې نښې بيې ارزانې دي او همدا یې د بریالیتوب عمده لامل دی او بل دغه برانډ په ګردې نړۍ کې د خپرېدو ځواکمن سیسټم رامنځته کړی دی.
د دې نښې سندره د جنوب ختيځې اسیا هېوادونو د ځوانانو ترمنځ ډېره مروجه شوې او کارتوني بڼه يې چې سپینه او چاغه څېره لري، د خلکو ډېره خوښېږي.
د اندونیزیا، ویتنام او ځينو نورو هېوادونو کې د مي شوی ایسکریم او چای نښه ډېره تر سترګو کېږي.
د چین د کافي نښه به پخوا په نړیوال بازار کې ډېره لږه لیدل کېده، ځکه کافي له اوږدمهال راهيسې په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې دود وه. خو اوس د چین د لکین کافي نښه د ډيجټلي ادارې، ګرځنده پېمېنټ، انلاین سپارښتنې او چټکې پېژندنې او خپرېدنې له لارې د ګردې نړۍ د کافي په چارو کې شامله شوې ده. ډېر خلک لکین کافي د ستاربوکس په نوم د امريکايي نښې تر ټولو لويه سیاله بولي.
د چیني سوداګریزې نښې په بهرنیو هېوادونو کې مشهورې شوي چې دا شهرت د ليکنو او اعلانونو له لارې نه، بلکې د لنډو وېډيوګانو، مشهورو انټرنېټي ویاندويانو او ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کېږي.
ډېرو بهرنیو ځوانانو په ټیک ټاک کې چیني سوداګریزې نښې پېژندلې دي. دا د دې څرګندویي کوي چې د چین سوداګریزې نښې د نړیوال کېدو بهیر نوې مرحلې ته داخلې شوې دي.
د چین تصدیو به مخکې یوازې بهرني بازار ته لاره پيدا کوله، خو اوس د بهرنیانو ژوند ته داخلې شوې دي.
د چین محصولات نه یوازې پر اقتصادي کچې اغېزې لري، بلکې د دې هېواد په اړه د ډېرو هېوادونو د خلکو مالومات هم زیات شوي دي.
پخوا به چې کله خلکو د چین نوم واورېده، نو ذهن ته به یې فابریکې، تولیدي چارې او صادرات ورتلل، خو اوس ډېر بهرنیان د چين سوداګریزې نښې او کلتور او انټرنېټي شبکې او د ژوند بڼې يې پېژني.
بهرنیو هېوادونو ته د چیني سوداګریزو نښو د تولیداتو صادرېدل د پاملرنې وړ او ډېر ارزښت لري.
د نړۍ هغه سوداګريزې نښې، چې توليدات يې ډېر مشهور او ښه پلورل کېږي، د مشتريانو په خوښه تولیدات وړاندې کوي. اوس د چین سوداګریزو نښو هم دغه توان خپل کړی دی.




































