د سربيا ولسمشر اليکسندر وچيچي د مې په ۲۴مې نېټې د چين پلازمېنې بېجينګ ته رسېدلی او له دغه هېواده یې پنځه ورځنۍ رسمي لیدنه پيل کړې ده.
نوموړي په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، ” زه له مسوليت سره او هم په لوړ درناوي بېجينګ ته ځم او د سربيا په استازيتوب بېجينګ ته سفر زما د سياسي ژوند تر ټولو مهم سفر دی.“
وچيچي د خپل سفر په درشل کې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، ” زه په ځانګړې توګه د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره بيا ليدو ته سترګې په لار يم. زه به تل په ياد ولرم او هم مننه کوم، چې دولت رئيس شي جين پينګ د سربيا او خلکو لپاره اوږدمهالې هڅې کړې دي.“




































