مېرمن ين يو جن د چین د ماوو سو په شګلنه سيمه کې له کلونو راهيسې کار کوي او د شګو د مخنيوي او د ځنګلو جوړونې په برخه کې د کارګرو دولتي جایزه يې ګټلې ده.
هغې په دې وروستيو کې په انټرنېټي نړۍ کې هغه امريکايي ملګری «سایکاوس» وموند، چې لسګونه کلونه مخکې يې ورسره مرسته کړې وه.
مېرمن ین یو جن او سایکاوس له ډېر وخت وروسته په مجازي نړۍ کې بیا سره ولیدل او ګڼو انټرنېټ کاروونکو د دوی د دوستۍ ډېره ستاينه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مې په ۲۵مې نېټې رسنيو ته ويلي، چينايان او امريکايان به د دوستۍ نورې ښکلې کيسې وليکي او د چين او امريکا اړيکو ته به نوې انرژي ورکړي.
ژونالډ ساکولسکي یعنې «سایکاوس» شل کاله مخکې په چين کې تدريس کاوه او همغه مهال يې پنځه زره امريکايي ډالره راټول او له مېرمن ين يو جن سره یې د شګو د مخنيوي او ځنګل جوړونې کې مرسته کړې وه.
تراوسه په دغې شګلنې سیمې کې له پنځوس زرو څخه ډېر نيالګي کېنول شوي او لوی شوي دي.
ویاندې ماو نینګ د «سایکاوس» او ین یو جن دغه دوستي د چين او امريکا د ولسي اړيکو يو ژوندی انځور یاد کړی دی.




































