څو امريکايي رسنيو خبر ورکړی، چې واشنګټن او تهران يوې هوکړې ته نږدې شوي او په احتمالي تړون کې به یې له هرمز تنګي د بيړيو د تګ راتګ په شمول ځيني محتويات شامل وي او د ايران ذروي مسئله به بیا په راتلونکو مذاکراتو کې حل کېږي.
شنونکي د امريکا او ايران ترمنځ د يوه تړون رامنځته کېدل د سيمه ييزو حالاتو د ارامولو او د نړيوال اقتصاد د ثبات په ګټه بولي، خو په ورته وخت کې وايي، چې د امريکا او ایران ترمنځ متقابل باور نه شته او اسرائيل ممکن د دوی د تړون پر وړاندې خڼدونه جوړ کړي.
شنونکي د امريکا په کور دننه سياسي چارې هم خورا پيچلې بولي او پر دې اند دي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون تطبيق او راتلونکي مذاکرات به له زياتو نامعلومو عواملو سره مخ شي.
د احتمالي تړون جزييات افشا شوي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۲۳مه نېټه ويلي، چې هېواد يې له ايران سره د هرمز تنګي د خلاصولو په ګډون يو تړون ته نږدې شوی، خو د تړون مشخص محتويات يې نه دي په ډاګه کړي. ورپسې څو امريکايي رسنيو د دغه تړون جزييات افشا کړي دي.
واشينګټن پوسټ د امريکا د يوه چارواکي په قول خبر ورکړی، چې امريکا او ايران د يوې هوکړې ”چوکاټ“ ټاکلی، چې له مخې به يې اوربند د ۶۰ ورځو لپاره وغځېږي او ”وروستي تړون“ ته به لاره هواره کړي.
د دغه چارواکي په خبره، کله چې د امريکا او ايران ترمنځ ياده هوکړه وشي، نو په راتلونکو ۳۰ ورځو کې به له هرمز تنګي د بيړيو تېرېدل پوره اعاده شي او د دې تر څنګ ايران، امريکا او ملګري به يې اعلان وکړي چې د لبنان په شمول ټولو جنګي ډګرونو کې پوځي عمليات سمدستي پای ته ورسیدل.
واشينګټن پوسټ په دغه راپور کې د ايران د يوه چارواکي په قول هم ويلي، چې د هرمز تنګي خلاصول به په څو پړاوونو وويشل شي. لومړي پړاو کې به امريکا د ۱.۲ ميليارډو ډالرو په ارزښت د ايران پانګې ازادې او خپل سمندري بنديزونه به لغوه کړي او ایران به د دغه تنګي په شاوخوا کې د سمندري ماينونو لرې کول پيل کړي. د دغه ايراني چارواکي په قول، په دغې هوکړې کې به د ذروي تړون محتويات شامل نه وي.
که څه هم امريکايي لوري د تړون د ژر رامنځته کېدو اعلان کړی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۲۴مې نېټې بيا ويلي، چې له ايران سره يې د تړون خبرې تراوسه نه دي بشپړې شوي او هېواد يې د تړون په لاسليک کې بيړه نه لري.
امريکا او ايران د تړون د تطبيق په مخکنيو شرايطو کې هم توپيرونه لري. امريکايي لوری پر دې اند دی، چې ايران بايد په عمل کې لومړی شاتګ وکړي او بيا به د پانګو ازادول او ترې د بنديزونو لرې کول په نظر کې ونيول شي. خو ايراني رسنيو بیا خبر ورکړی، چې د ايران او امريکا د تړون مخکښ شرط به دا وي، چې امريکا تر هر څه لومړی د ايران ځينې پانګې خوشې کړي او د خبرو اترو په درشل کې بیا پر ايراني نفتو بنديزونه لغوه کړي.
ډېری شنونکي پر دې اند دي، چې امريکا او ايران ممکن ډېر ژر يوه تړون ته ورسېږي، خو تطبيق به يې له زياتو ستونزو سره مخ وي.
۱- ځيني مهم توپيرونه به د تړون پر تطبيق اغېزې وکړي.
که څه هم دغه تړون به د هرمز تنګي پرانيستل تامين کړي، خو په اړه یې د دواړو خواوو نظرونه يو شان نه دي، بلکې يو له بل سره ټکر هم لري. امريکا پر دې ټينګار لري چې هرمز تنګی باید پوره خلاص شي او له دغه تنګي باید بيړۍ وړيا تګ راتګ وکړي. خو ايران بیا هميشه دا نظر لري چې پر هرمز تنګي د کنټرول او ماموريت مشروع حق لري او په اوس وخت کې به د دغه تنګي د ماموريت حق پر جزيياتو بحث ونه کړي. برسېره پر دې، ذروي مسئله یې هم لا پر ځای پاتې ده.
۲- اسرائيل ممکن ستونزې جوړې او اوربند مات کړي.
اسرائيلي خبري رسنيو ويلي، که څه هم د ياد تړون محتويات روښانه نه دي، خو د دغه هېواد چارواکي پر دې اند دي چې دغه تړون به په واقعي مانا ايران کمزوری نه کړي او دا به د اسرائيل په ګټه نه وي.
شنونکي وايي، که داسې وي، اسرائيل ممکن له سره په پوځي عملياتو لاس پورې کړي او د اوربند په بهير کې به تر ټولو ناثابت عامل وګرځي.
۳- امريکا ښايي د کورنيو فشارونو په اثر په مذاکراتو کې خپل شرطونه زيات کړي.
د امريکا د ځينو سناتورانو او پخواني خارجه وزير په شمول زيات جمهوريت غوښتونکو پر يادې احتمالي هوکړې نيوکې کړي او پر دې اند دي، چې د داسې تړون رامنځته کېدل به ايران ته د امريکا د سر ټيټولو په مانا وي او د امريکا جنګي لاسته راوړنې به بې ګټې شي.
که د جمهوريت غوښتونکو دننه فشارونه دوام ولري، نو ممکن د ټرمپ حکومت به له ايران سره په راتلونکو خبرو کې خپله بيه لوړه کړي، څو د ګوند دننه د مخالفت اواز ارام کړي. که امريکا داسې وکړي، نو دا به د دواړو هېوادونو د مذاکراتو پر وړاندې بیا ستونزې راپورته کړي.




































