چين د مې په ۲۷مې نېټې د ون چانګ د راکټ توغولو له ډګر څخه د CZ-7A Y2 بار وړونکي راکټ په وسيله د مخابراتي ټيکنالوژۍ ۲۴م نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله.
د معلوماتو له مخې، ياده سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته رسیدلې، چې په عمده توګه به د مخابراتي ټېکنالوژۍ د ازموينې او تصدیق په برخه کې وکارول شي.
دا د چين د سي زيډ (CZ) بار وړونکو راکټونو ۶۴۵مه دنده وه، چې په بریاليتوب ترسره شوې ده.




































