د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مې په ۲۶مې نېټې « د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو د ساتلو او د ملګرو ملتونو په تمرکز د نړیوال سیسټم پیاوړتیا » په عنوان د لوړې کچې غونډه ترسره کړې ده.
په دغې غونډې کې د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو استازو برخه اخيستې وه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو کوټرېش پکې د نړۍ د اوسنیو حالاتو په اړه مالومات ورکړي دي.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دې غونډې مشري او وينا کړې ده. هغه د نړۍ اوسنی وضعيت تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په يو سخت پیچلي بدلون کې بللی او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د ملګرو ملتونو د رول د ساتلو او پیاوړتیا لپاره اوږه په اوږه کوښښونه وکړي.
سږ کال په ملګرو ملتونو کې د چین قانوني څوکۍ د بیا اعادې ۵۵مه کلیزه ده.
وانګ يي ويلي، چین له ۵۵ کلونو راهیسې د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ملګرو ملتونو کارونه هڅولي او په نوې زمانې کې به هم خپل مسئولیت ته دوام ورکړي او له مختلفو هېوادونو سره به د څواړخیزم په چوکاټ کې یووالی وساتي.




































