د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مې په ۲۶مې نېټې په نیویارک کې د امنیت شورا د لوړې کچې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرېش سره لیدلي دي.
وانګ يي له ګوټرېش سره په لیدنې کې نوموړي ته د چین د مشرانو د نیکو هیلو پیغامونه رسولي دي.
هغه اوسنی نړیوال وضعیت ګډوډ او متزلزل بللی او ويلي دي، د نړۍ په ځينو سیمو کې سختې شخړې روانې دي، چې دا به د ملګرو ملتونو پر وړاندې سختې ننګونې راپورته کړي او په خبره یې، نړيوال له ملګرو ملتونو لوړې تمې لري.
چین د امنیت شورا د روانې مياشتې د نوبتي رئیسه هېواد په توګه “د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو ملاتړ او د ملګرو ملتونو په مرکزیت د نړیوال سیسټم پیاوړتیا” په موضوع د امنیت شورا د لوړې کچې غونډې وړاندیز کړی دی.
وانګ يي ويلي، چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره د منشور د اصلي ارادې د بیا تائید لپاره ګډ کار وکړي، د ملګرو ملتونو صلاحيت به بیا فعال کړي او پراخه اجماع به را وبولي.
روان کال په ملګرو ملتونو کې د نوي چین د څوکۍ د اعادې له ۵۵مې کلیزې سره برابر دی.
بېجينګ له دې امله د امنيت شورا د سکريتريت څخه مننه کوي چې تل د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م نمبر پرېکړه لیک مراعات کوي.
ګوټرېش د امنیت، سولې او پرمختګ په برخو کې د چین د نړیوالو نوښتونو لړۍ ستایلې ده.
نوموړي ويلي، ملګري ملتونه د عمومي اسمبلۍ پر ۲۷۵۸م نمبر پریکړه لیک ټینګار لري، چې همدا د یو چین پېژندنې د اصل څرګندويي کوي او غواړي چې د نړیوال اقتصادي او پولي سیسټم د اصلاحاتو، دوامداره پرمختګ، اقلیمي بدلون او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون زياتو برخو کې له چین سره همکاريو ته دوام ورکړي.



































