د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۲۳مې نېټې د چين او امريکا هغو محصلينو ته ځوابي پيغام لېږلی، چې د ګډ سفر (A Shared Voyage) په نوم یې د دواړو هېوادونو د ځوانانو د دوستۍ فعاليت کې ګډون کړی و.
شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي، ” ما د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې ۵۰ زرو امریکايي ځوانانو ته بلنه ورکړې وه چې په راتلونکو ۵ کلونو کې د زده کړو او د نظریو د تبادلو لپاره چين ته راشي. تراوسه له ۵۰ زرو څخه زيات امريکايي ځوانان چين ته تللي او ټاکلی هدف یې دوه نیم کاله مخکې پوره کړی دی.“
رئیس شي جين پينګ هيله ښودلې، چې د چين او امريکا لا ډېر ځوانان به د دواړو هېوادونو د اړيکو د باثباته، سالم او دوامداره پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.



































