مصر د ۱۹۵۶م کال د مې په دېرشمه نېټه له چین سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او لومړی هغه عربي هېواد ګرځېدلی چې له چین سره یې ديپلوماتیکې اړيکې ټينګې کړې وې. په دې سره يې د چین او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانيستی دی. چین او عربي هېوادونو له اوياوو کلونو راهيسې په پر له پسې توګه عنعنوي دوستي لا ټينګه کړې، خپلمنځي همکارۍ يې لا پياوړې کړې، د خلکو ترمنځ تګ راتګ يې لازيات کړی او د عصري کېدو په لور يې ګډ ګامونه پورته کړي دي. دواړو خواوو له دې لارې هغه کيسه ويلې چې که څه هم د هېوادونو ترمنځ واټن ډېر لرې دی، خو لاهم د ګاونډيانو په څېر يو له بل سره چلند کوي. دا هم يو له بل سره د مرستو، د مساواتو پر بنسټ يو بل ته د ګټو رسولو او يو له بل څخه د تجربو د زده کولو د ټولشمولې او دوستانه روحيې ښکارندويي کوي.
عربي متل دی چې وايي، څوک چې په ستونزمن حال کې درسره مرسته کوي، هغه واقعي دوست دی. عربي هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د نوي چین د حقه څوکۍ د بیا نيولو په برخه کې له چين څخه قوي ملاتړ کړی و. د دې ترڅنګ چین د ملي حاکميت او قومي حقونو د ساتلو په برخه کې له عربي هېوادونو څخه او د قومي حقه حقونو د بیا تر لاسه کولو لپاره له فلسطينانو څخه ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې. له اوياوو کلونو راهيسې چين له عربي هېوادونو سره د ملي خپلواکۍ او قومي سمسورتيا د ګټلو په لور يو له بل سره ملاتړ کړی، په ګډه يې ستونزې حل کړې، په نړيواله اقتصادي او سياسي صحنه کې يې يووالی او همکارۍ پياوړې کړې او ګډ برياليتوب ته د رسېدو لپاره يې هڅې کړې چې د پرمختيایي هېوادونو د همکاريو نمونه يې جوړه کړې ده.

د هر اړخيزو همکاريو، ګډ پرمختګ او راتلونکي پر بنسټ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو له ټينګښت څخه په نوې زمانه کې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې تر ابادۍ پورې دوه اړخيزو اړيکو په وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي. چين په مسلسلو څو کلونو کې د عربي هېوادونو لومړی سوداګريز همکار ساتلی دی، دواړو خواوو په ټولو برخو کې د کمربند او لارې په تړاو همکاريز سندونه لاسليک کړي، د انرژيو په برخه کې يې همکارۍ لا پياوړې کړې، د بنسټيزو تأسيساتو د رغولو په برخه کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او د ډيجیټلي اقتصاد، زرغون پرمختګ، مصنوعي ځيرکتيا او نوې انرژۍ په نوې سمسورو برخو کې يې دوه اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړی دی. دغه راز د چين د نوې انرژې موټرونو، نساجي توکو او جامو او عصري تخنيکي توليداتو د عربي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي اړتياوې پوره کړې دي. البته د عربي هېوادونو ځانګړي کرنيز تولیدات، لاسي هنري توکي او کيمياوي توليدات هم د چين په بازار کې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي. دوه اړخيزې همکارۍ له حياتي ځواک څخه برخمنې دي او ډېر امکانات لري . خلک يې په دې سره لا نېکمرغه ژوند خپلوي.
چين او عربي هېوادونه ژور او ځانګړي تاريخي کلتورونه لري چې پکې زر کلن تمدني پوهه ښکارېږي. دواړه خواوې يو د بل کلتورونه خوښوي او يو له بل څخه د تجربو زده کړه کړې، تمدني ډيالوګ يې ګډ هڅولی او د نړیوالو تمدنونو تنوع يې ساتلې چې د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د تبادلې او زده کولو نمونه يې هم جوړه کړې ده. په وروستيو کلونو کې د چيني ژبې زده کولو په عربي هېوادونو کې د هرکلي وړ ګرځېدلې ده او په دې سره لازياتو عربي ځوانانو د چيني ژبې زده کړه کړې او د چين په اړه معلومات يې ترلاسه کړي دي. په ورته مهال له عربي کلتور، ادبیاتو، خوړو او هنر سره د چينايانو علاقه هم مخ په زياتېدو ده. د چين او عربي هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې ورځ تر بلې لا پياوړې شوې چې له امله يې د خلکو ترمنځ دوستي او د دوه اړخيزو اړيکو ولسي بنسټ لا ټينګ شوی او د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره دايمي پرمخ بېوونکی ځواک برابر شوی دی.
اويا کلونه تېر شوي دي چې دا تاريخي کیسه ده، بلکې نوی پيل هم دی. چين به له عربي هېوادونو سره په ګډه د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته ادامه ورکړي او نه يوازې خلکو ته به لازياتې ګټې ورسوي بلکې د نړيوالې سولې، پرمختګ، د انساني تمدن او ترقۍ لپاره به لا زيات مثبت ځواک او ډاډ برابر کړي.




































