د چین د شن جو ۲۲م نمبر انسان وړونکی فضايي بېړۍ د مې د ۲۹مې نېټې د مازیګر په ۸ بجو ۱۱ دقیقو په بریالیتوب ځکمې ته ښکته شوې ده. ستورمزلي جانګ لو، وو فې او جانګ هونګ جانګ له دغه بېړۍ سره یو ځای ځمکې ته بېرته ستانه شول او روغتیایي حالت یې ښه دی.
بلخوا، د چین د فضايي سټېشن د لسمې چوپې علمي ازمویښتي توکي له یادې فضايي بېړۍ سره هم ځمکې ته اړول شوي دي.
مالومات ښيي، دغه ازمویښتي توکي د ژوند ساینس، موادو او سون موادو په شمول ۲۳ ازمویښتي پروژو سره تړاو لري او عمومي وزن یې ۴۱ کیلوګرامو ته رسېږي.




































