د چین، جاپان، کوریا جمهوريت، مالیزیا، روسیې، جرمني، هسپانیې، استرالیا، نیوزیلنډ، برازیل او د څو نورو هېوادونو متخصصینو او پوهانو په دې وروستيو کې د توکیو د محاکمې په اړه بحثونه او نظرونه څرګند کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماونينګ د مې په ۲۸مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د يادې موضوع په اړه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې د ټوکیو د محکمې قاضيانو د انسانانو وجدانونه معاینه کړي او د تاریخي عدالت قضاوت یې کړی دی.
نوموړې ويلي، اوسمهال په جاپان کې ” د نوي ډول نظامي تندلاري” د خپرېدو په حال کې ده، نو اړينه ده چې د ټوکیو محاکمې شالید، پایلې او اصولو ته باید بیاکتنه وشي.




































