د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د مصرولسمشر عبدالفتاح السيسي د مې په ۳۰مه نېټه د دواړو هېوادونو اړیکو د ټینګښت د ۷۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پیغام استولي دي.
شي جين پينګ په پیغام کې ویلي، مصر لومړی عربي او افریقايي هېواد دی چې له چین سره دیپلوماتیکې اړیکې یې ټینګې کړې دي. دواړو هېوادونو په تېرو ۷۰ کلونو کې د سیمې او نړۍ وضعیت له بدلونونو سره سره تل متقابل درناوی ساتلی، یو بل ته سره یې مساوي چلند کړی او له یو بل سره یې مرستې کړې دي. چین او مصر دواړه لرغوني هېوادونه دي او د سراسري جنوب مهم غړي هم دي، دواړه خواوې دې د سولې، پرمختګ، همکارۍ او عدالت د رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړي او د انسان د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره دې حیاتي ځواک برابر کړي.
ولسمشر السیسي وویل، مصر او چین له ۷۰ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې خپلمنځي اړیکې ټینګې کړې دي. هغه هیله وښوده چې له رئیس شي جين پينګ سره د دواړو خواوو په اړیکو کې د لا نورو زیاتو لاسته راوړنو لپاره په ګډه هڅونه وکړي.
د چین صدراعظم لي چیانګ په همدې ورځ له خپل مصري سیال مصطفى كمال مدبولي محمد سره د مبارکۍ پیغام هم شریک کړی دی.




































