د چين د خونديتوب او توليدي چارو ملي ويډيويي غونډه د مې په ۳۰مه نېټه تر سره شوه. د چين صدراعظم لي چيانګ په دې وروستيو کې د خونديتوب او توليدي چارو په اړه مهمه لارښوونه وکړه او ويلي يې دي، د روان کال له پيل راهيسې په ځينو ځايونو او مسلکي چارو کې ګڼې ناوړې پېښې رامنځته شوې، چې عامو خلکو ته پکې د سر او مال ستر زيانونه رسېدلي دي. د مختلفو سيمو اړوندې څانګې بايد په جدي او ټينګه توګه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ اړوندې روحيې پلې کړي او د ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړو او ترتيباتو په رڼا کې بايد د خلکو ژوند او ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په توليدي چارو کې بايد غير قانوني او جعلي کړنو ته سخته سزا ورکړي، تر څو د ناوړو پېښو مخه ونيول شي.




































