سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

په شانګريلا ډیالوګ کې د چين اواز

جون 2, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

۲۳م شانګریلا ډیالوګ څو ورځې مخکې په سینګاپور کې پای ته ورسېد.

په دغه ۳ ورځني ډيالوګ کې دوه ډوله اوازونه او پر وړاندې يې خورا مختلف غبرګونونه راپورته شوي دي.

د چين استازي ياد ډیالوګ ته په وينا کې د نړيوال امنيت د اوسنيو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوال مديريت او امنيت مفکورې تشريح کړي او د سولې ساتنې او د همکاريو د هڅولو پيغام يې ورکړی دی.

د نوموړي وينا د ډيالوګ د ګډونوالو پاملرنه راجلب کړې او زياترو يې ترې ملاتړ او هرکلی يې کړی دی.

د جاپان استازي ياد ډيالوګ ته د بيا پوځي کېدو کړنو ته رنګ ورکړی او د فليپين استازي د جنوبي سمندرګي د عملي مقرراتو د جوړولو پر ارزښت د شک رويه ښودلې ده.

د نوموړو دواړو څرګندونې د ډيالوګ د نورو ګډونوالو له غندنو سره مخ شوې دي.

شنونکو په شانګريلا ډيالوګ کې د چين اواز لوړ او ډېر د پاملرنې وړ بللی او پر دې اند دي، چې د چيني استازي وينا نه يوازې پر دغه ډيالوګ اغېزه کړې، بلکې کړکېچنې نړۍ ته يې ثبات او خونديتوب هم رسولی دی.

شانګريلا ډیالوګ د برېتانيې د نړيوالو ستراتيژيو د څېړنيز انستېتيوټ له خوا جوړ شوی او عمده موضوع يې د اسيا او ارام سمندر سيمې پر دفاعي او امنيتي چارو ورټوله وي او ګډونوال پرې بحثونه کوي. په سږني ډيالوګ کې د ۴۴ هېوادونو او سيمو استازو ګډون کړی و.

د چين استازي د ۲۳م شانګريلا ډیالوګ په يوې فرعي غونډې کې د نړيوال امنيت پر وړاندې څلور عمده ننګونې په ګوته کړې دي.

نوموړي ويلي، باداري او ځاني غوښتنې سيمه ييز امنيت ته زيانونه رسوي، په نړۍ کې د اټومي جنجالونو خطر د لوړېدو په حال کې دی او د وسلو او پوځي تجهيزاتو د کنټرول او ادارې، د پوځيانو او وسلو د کموالي او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي نړيوال سيسټمونه له سخت زيان سره مخ دي او د نړيوال مديريت سیسټم هم ويجاړ شوی دی.

چيني استازي له لويو هېوادونو څخه غوښتي، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره عملي کړي او د ستراتيژيک ثبات د ساتلو مسئوليت پرغاړه واخلي.

دلته د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې له ياد ډیالوګ وړاندې د چين او امريکا مشرانو په بېجينګ کې مهم ملاقات کړی و.

دواړو مشرانو د چين او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک ثبات د رغنده اړيکو لپاره د دوه اړخيزو اړيکو نوی لوری ټاکلی او د راتلونکو ۳ کلونو او حتی د اوږمهالو دوه اړخيزو اړيکو لپاره يې ستراتيژيکه لارښوونه کړې ده.

د امريکا دفاع وزير پیټ هګسیت ياد ډيالوګ ته په وينا کې ویلي، چې د امريکا او چين اړيکې د تېرو څو کلونو تر هر وخت ښه پړاو ته داخلې شوې دي.

د چين استازي هيله ښودلې، چې چيني او امريکايي لوري يو او بل ته د نږدېوالي لپاره ګامونه واخلي، د دواړو مشرانو توافقات عملي کړي او پر سالم، ثابت او دواملرونکي مدار د دواړو هېوادونو د پوځونو اړيکو ته وده ورکړي.

د ډيالوګ ګډونوالو د نوموړو دواړو خواوو څرګندونې مثبتې او د سيمه ييز امنيت، ثبات او پرمختګ لپاره ګټورې بللې دي.

د اسيان سرمنشي کاو کيم هوم ويلي، چې د ستراتيژيک ثبات د رغنده اړيکو پر جوړونې د چين او امريکا هوکړه د اسيان لپاره مهم ارزښت لري.

د جاپان دفاع وزير کیوزومي شینجرو ياد ډيالوګ ته په وينا کې د تش په نوم ازاد او پرانیستي اندو- پاسفیک نوی پلان معرفي کړی دی.

د نوموړي خبرو د جاپان له هغه نيت پرده پورته کړې، چې غواړي خپل بنسټيز پوځي اصل مات کړي، د سيمه ييز امنيت برابري ويجاړه کړي او له جنګ وروسته جوړ نړيوال نظام چېلنچ کړي.

د چيني پلاوي يوه غړي د جاپاني لوري خبرې تر پوښتنې لاندې راوستلي او د دوهمې نړيوالې جګړې د پايلو او له جنګ وروسته د نړيوال نظام د ساتلو عادلانه دريځ يې ښودلی دی.

د فليپين دفاع وزير ګیلبرتو تیودورو شانګريلا ډیالوګ ته په وينا کې د جنوبي سمندرګي د ناقانونه حاکميت ډنډوره غږولې او ويلي يې دي، چې د سیمې وضعیت به د ترینګلېدو پر لوري رهي شي.

چيني لوري د حقيقت او شواهدو پر بنسټ له فليپيني استازي څخه پوښتنه کړې، چې د جنوبي سمندرګي په چارو کې د فليپين کړنې له ژمنو سره په ټکر کې دي. خو د فليپين استازي په ناسمو او بې ربطه الفاظو د چيني لوري پوښتنې ته ځواب ورکړی دی.

د سولې او امنيت مفکوره، چې په شانګريلا ډیالوګ کې چيني استازي وړاندې کړې، د چين تلپاتې دريځ دی.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران د روان کال په درشل کې له چين څخه ليدنې کړي او د چين دولت رئيس شي جين پينګ ورسره په ليدنو کې څو څو ځلې د نړيوال امنيت او نړيوال مديريت په اړه خپلې نظريې يادې کړې دي.

چين نړۍ ته څلور وړانديزونه او د لويو هېوادونو د اړيکو د ستراتيژيک ثبات ابادي وړاندې کړي او په نړيوال ډګر کې يې د عدالت اواز پورته کړی دی او د اسيا او ارام سمندر سيمې او حتی د ټولې نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

د شانګريلا ډیالوګ ګډونوالو په خپلو ويناوو کې نړيوالو ته دا احساس ورکړی، چې د يوه لوی هېواد مسئولانه بڼه څنګه وي؟

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In