چين ميډيا ګروپ د جون په لومړۍ نېټې د ايران د مرکچي پلاوي د رسنيزې ډلې د يوه غړي(اجارو) په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د امنيت عالي شورا او اړوندو ادارو د امريکا نوی وړانديز تر غور لاندې نيولی دی.
اجارو ويلي، امريکا د منځګړو له لارې ايران ته وړانديز لېږلی، خو ایران تر اوسه ځواب نه دی ورکړی او ممکن امريکا دغه وړانديز کې اصلاحات راولي او نورې مسئلې هم پکې ځای کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په لومړۍ نېټې ويلي، چې ښايي راتلونکې اوونۍ له ايران سره تړون لاسليک کړي، د اوربند وخت به ورسره وغځوي او هرمز تنګی به بیا پرانيستل شي.
نوموړي ويلي، د امريکا او ايران ترمنځ خبرې سالمې روانې دي او خوشبينې يې څرګنده کړې ده.




































