د پاکستان د بلوچستان په ژوب سیمه کې یو شمېر ملتپالو او د مذهبي ګوندونو استازو په یوه لویه ولسي غونډه کې په سیمه کې د روانې نا امنۍ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ولسي غونډه چې د یاد ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد رابلل شوې وه، ګڼو ویناوالو د نا امنۍ پېښو له کبله امنیتي اورګانونه تورن کړل. دوی پر ولس غږ کړی، چې د پېښو پر ضد دې سره یو شي. د جمعیت علما اسلام یوه مشر مولانا محمد خان شېراني دې غونډې ته په وینا کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې په سیمه کې په نا امنۍ او ترهګرۍ تورنې کړې دي. شېراني ویلي، چې د پاکستان یو شمېر مخکښ علما د پاکستان استخباراتو وژلي دي. خو د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو رسنیو سره په خبرو کې د مولانا شېراني دا تورونه په کلکه رد کړي دي. نوموړي ویلي، یو شمېر ګوندونه د نا امنۍ پر ستونزه هم خپل سیاست کوي. د ژوب یاده ولسي غونډه د هغو غونډو لړۍ ده، چې د سنځاوۍ د پرلت په ملاتړ او په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ د پېښو پر ضد ترسره کېږي.